
په هلمند کې د امريکايي اردو ځواکونو ۱۸ مياشتنی ماموريت پای ته ورسېد او پر ځای يې سمندري ځواکونو خپل ماموريت پيل کړ.
په دې اړه پرون (د غويي نهمه) په ښوراب پوځي اډه کې مراسم نيول شوي وو چې په کې د ملي دفاع وزارت لوی درستيز ډګر جنرال محمد شريف يفتلي، د هلمند والي حيات الله حيات او د نظامي شورا غړو، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن او د هغوى يو شمېر نورور جنرالانو ګډون درلود.
د انتقال مراسمو ته د وينا په ترڅ کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي ويلي، په هلمند کې د جنرال سيمس په مشرۍ د امريکا تاسک فورج ځواکونو تېر ۱۸ مياشتنی ماموريت د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو لپاره په مشورتي، هوايي ملاتړ، تعليم او تربيې او يو شمېر نورو امنيتي برخو کې اغېز لرونکی او د پوره همغږۍ له مخې ترسره شو.
هغه هيله ښودلې چې د سمندري ځواکونو له نوي ماموريت سره به هم ښه همغږي او همکاري ولري.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مرستیال قوماندان تورن جنرال جان تامسن ويلي، تېر کال وسله والو طالبانو خپله وروستۍ هڅه وکړه چې هلمند تر خپل بشپړ حاکميت لاندې راولي، خو د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري د دوى دغه پلان ناکام او پر شا وتمبول شو.
هغه ډاډ څرګند کړی چې امريکايي ځواکونه به د افغانستان خاورې د دفاع په لار کې له افغان امنيتي ځواکونو سره خپلو همکاريو او ملاتړ ته دوام ورکړي.
هلمند کې د امريکايي اردو ځواکونو مخکني قوماندان بريد جنرال سيمس ويلي، له افغان امنيتې او دفاعي ځواکونو سره په ګډه همکارۍ يې د خپل ماموريت په لړ کې د بولان، بشران او نادعلي په ګډون ګڼو سیمو کې هوايي همکاري او مشورتي ونډه اخيستې ده.
هغه زیاته کړې، د تعلیم او تربيې په برخه کې يې هم د ۲۱۵ ميوند قول اردو ځواکونو کميت او کیفيت لوړ کړی دی.
دغه راز په دې غونډه کې په هلمند کې د امريکايي سمندري ځواکونو نوي قوماندان برید جنرال راجر تورنر ويلي، د دغه ولایت له والي او نظامي شورا سره په ګډه به ښه کاري ماموريت ولري او د دوى له غوښتنو سره سم به د افغان ځواکونو تعلیم او تربيې، هوايي او ځينو نورو امنيتي برخو کې لازمه همکاري وکړي.
هغه خوښي ښودلې چې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه به کار وکړي.
د ويلو ده چې د امريکا متحده ایالاتو له پرېکړې سره سم د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې ۳۰۰ سمندري ځواکونه هلمند ته لېږل شوي دي.