
د سوېلي کوریا پوځي چارواکي او د امریکا پوځ وايي، شمالي کوریا یو بالیسټیک توغندی ازمویلی، چې ښکاري ناکام شوی دی.
د جنوبي کوریا خبري اژانس یونهاپ وايي، دا توغندی ظاهراً له توغول کېدا څو ثانیې وروسته چاودلی. د امریکا پوځ هم ویلي، یاد توغندی د شمالي کوریا له پولې هېڅ ونه وت.
د جنوبي کوریا چارواکي وايي، تر اوسه د توغول شوي توغندي ډول نه دی په ډاګه شوی.
د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز ویلي، دا توغندی د شنبې په ورځ د پیونګ یانګ په شمالي پیونګان ولسوالۍ کې توغول شوی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټویټر لیکلي: 'شمالي کوریا د دغه توغندي په توغولو سره د چین غوښتنې او د ولسمشر سپکاوی دی، که څه هم توغندی ناکام شوی'.
شمالي کوریا د اپرېل پر ۱۶مه هم یو بل توغندی ازمایلی و، چې هغه هم ناکام شوی و. د امریکا پوځ رپوټ ورکړی چې دا توغندی له توغول کېدا څو ثانیې وروسته چاودلی.
امریکا په دې وروستیو کې د جنوبي کوریا قلمرو کې د توغندیو ضدی سیستم جوړ کړی. د تاد په نوم دغه سیستم د لنډ او متوسط واټن ویشتونکو بالیسټیک توغندیو د شنډولو په موخه لګول شوی.
په وروستیو کې د شمالي کوریا پر سر لانجې توندې شوې چې هم مهاله شمالي او جنوبي کوریاګانو پوځي مانورې پیل کړې دي.