د اروپايي ټولنې مشرانو د برېټانیا د وتلو تګلاره تصویب کړه

د اروپايي ټولنې مشران له دغې ټولنې څخه د برېټانیا د وتلو تګلارې پر سر د خبرو په تړاو هوکړې ته رسېدلي دي.
د اروپايي شورا مشر ډونلډ ټوسک چې په برسلز کې په دې تړاو د غونډې مشري کوي، په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: 'د خبرو لپاره شفاف او منظم سیاسي واک چمتو دی '
په غونډه کې ۲۷ مشرانو ګډون کړی و او له ۱۵ دقیقو لږ وخت کې د تګلارې پر مسودې هوکړې ته رسېدلي دي.
دغه مسوده د مارچ پر ۳۱ مه ښاغلي ټوسک وړاندې کړې وه. د جون میاشتې د اتمې له ټاکنو وروسته به برېټانیا سره له اروپايي ټولنې د وتلو په تړاو خبرې پیل شي.
له غونډې مخکې د ۲۷ غړو هېوادونو مشرانو ته په یوه لیک کې ښاغلي توسک ویلي وو (خلک، پېسې او ایرلنډ) هغه موضوعات دي، چې له برېټانیا سره د اروپايي ټولنې راتلونکو اړیکو له خبرو به مخکې پرې غږیږو.
مارچ میاشت کې بريتانيا له ۴۴ کلن غړيتوب وروسته له اروپايي ټولنې د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې رسمي غوښتنليک وسپاره.
هغه ليک بروکسل کې د بريتانيا سفير سر ټېم بارو د اروپايي شورا مشر ډونلډ ټوسک ته وسپاره، چې ورسره یې د لېزبن تړون پنځوسمې مادې په عملي کولو پيل وشو.
له دې سره به د جلا کېدو د شرایطو په تړاو خبرې اترې پيل شي چې ښايي دوه کاله وغځېږي.
د برتانيا خلکو نهه مياشتې وړاندې د يوې ټولپوښتنې په ترڅ کې د اروپايي ټولنې د پرېښودو په پلوۍ رايه ورکړې وه.