
د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسس ویلي دي چې د افراطیت سره د مبارزې یو نوی ډیالوګ دې پرانیستل شي.
نوموړي دا څرګندونې د مصر څخه د لیدنې په مهال مصري مسیحیانو ته په وینا کې وکړې.
فرانسس مصر ته د هغو مسیحیانو د ملاتړ لپاره تللی دی چې د فشارونو لاندې دي او په تېره لږه موده کې یې پر درو کلیساوو د داعش له خوا بریدونه تر سره شول چې لسګونه کسان پکې ووژل شول.
پاپ به د دې ۷۲ ساعته سفر پر مهال د مصر ولسمشر، یو شمیر مسلمانو علماوو او مسیحي مشرانو سره لیدنه تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده پخوا یاد پاپ د انجیل ځینې برخې چې د جهنم په اړه وې منسوخې کړې او ویې ویل چې د دعاګانو له امله دې پایلې ته رسیدلی دی چې دوزخ نشته ځکه خدای مهربان دی او چاته سزا نه ورکوي.