ټرمپ: له شمالي کوریا سره تاوتریخوالی ډير زیات دی، خو د ديپلوماتيکو لارو حل پسې يو

د امریکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ تيره ورځ ويلي، چې له شمالي کوریا سره یې اختلافات دومره شدید دي، چې کیدی سختې نښتې ته خبره ورسيږي، خو امریکا بیا هم د ديپلوماتيکې لارې حل ته ترجیح ورکوي.
نوموړي وریټرز سره د خپلې واکمنۍ د لومړيو ۱۰۰ ورځو د ختم پر مهال په مرکه کې ويلي: «دا امکان بلکل شته، چې شمالي کوریا سره کار تر سختې جګړې پورې ورسيږي.»
ټرمپ زیاته کړې، چې له دې سره سره چې شمالي کوریا د امريکا د څو جمهور رييسانو لپاره د اندېښنې لامل و، دی به هڅه وکړي په سوله ييزه توګه دغه کړکيچ حل کړي. نوموړي همدا ډول وويل، چې امریکا یو شمېر بندیزونه چمتو کړي او د دې تر څنګ پوځي غوراوی هم شته.
ټرمپ همداراز له سویلي کوریا نه غوښتلي، چې تاد توغندیز دفاعي سیستم په بدل کې يو میلیارد ډالره تادیه کړي.
د یادونې ده، چې د امریکا لخوا د زور غږونې سیاست د شمالي کوریا کړکيچ نوره هم پيچلی کړی او دغه هېواد لا زیاتو خطرناکو وسلو جوړولو ته مخه کړې، چې نن سهار يې هم يو توغندی وآزمويلو.