
د تايلنډ پوځ امر ورکړی، چې هغه کسان ونیسي چې تيره ورځ يې د دغه هېواد په سوېل کې ۶ تنه کوماندويي ځواکونو په چاودنه او بیا وروسته په ډزو سره ووژل.
د تايلنډ په سويلي سرحدي سیمه کې له يوې لسيزې راهيسې، د آزادۍ د تر لاسه کولو په موخه د مسلمانانو لخوا بریدونه کيږي. د رېپوټونو له مخې، له ۲۰۰۴ ز کال راهيسې، په دغه نښتو کې تر اوسه ۶ زره او ۸۰۰ تنه وژل شوي دي.