
د جرمني حکومت پتېیلې چې د سږ کال تر پایه تر ۱۴ زره زیات افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته بېرته ولېږي.
د جرمني (پرسویا دویې) ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې ویلي، د جرمني حکومت د روان ۲۰۱۷ تر پایه ۱۴ زره ۴۰۳ افغانان له خپلې خاورې باسي.
د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل ویلي چې په هېواد کې به یې د افغان پناه غوښتونکو د قبلولو فیصدي ۵۵ ته راټیټه کړي. تېر کال په سلو کې ۶۰ منل شوي وو.
دا په داسي حال کې ده چې د سږ کال په ۴ میاشتو کې جرمني ته د افغان پناه غوښتونکو تګ په تېرو ۴ کلونو کې تر ټولو کم حد ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې په جرمني کې ادعاوې شوې چې ممکن دغه هېواد ته د لکونو ورغلو افغان پناه غوښتونکو په منځ کې څو سوه طالبان هم وي.
د دوشنبې په ورځ د جرمني فدرالي څارنوالانو یو افغان له طالبانو سره په همکارۍ او د امنیتي ځواکونو پرضد په حملو کې په لاس لرلو تورن کړ.
څارنوالانو اولس کلن عبدالله په یوه تروریستي ډله کې د غړیتوب، د وسلو د کنټرول د قانون د سرغړونې او وژنو له تورونو سره مخ کړی دی.
د تورن عبدالله تخلص نه دی څرګند شوی، ځکه چې د محکمې تر پرېکړې مخکې د تورن د هویت افشا د جرمني د قوانینو خلاف دی.