درنو دوستانو السلام عليکم!
پنجشنبه د غويي ۷ نېټه، د خوشال بابا فکري بهير ۱۸۰ اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې به د قران پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د يوه حديث شريف تر ژباړې وروسته سرمحقق اکبر جان پولاد د غويي ۷ کودتا په اړه يو انتقادي تحليل وړاندې کړي او د نن لپاره به يې پر درسونو او عبرتونو خبرې وکړي. ورپسې به ډاکتر ابراهيم شينواری د خپل نوي او مهم اثر « هدف، زده کړه او بری» مهم ټکي او لنډيز له تاسو سره شریک کړي. په پای کې به هم ښاغلی اجمل هوډمن يو مهم پرېزنټېشن د پاور پاينټ په بڼه وړاندې کړي. د هرې برخې په پای کې د پوښتنو لپاره هم ځای شته. هيله ده چې نور دوستان هم درسره خبر کړئ، څو پدې مهمه غونډه کې ګډون وکړي.
وخت: پنجشنبه د غويي اوومه، ماسپښين دوه نيمې بجې
ځای: له پل محمود خان څخه د شش درک پر لوري ښي لاسته لومړۍ کوڅه، په کوڅه کې ښي لاسته درېيم کور
په ډېر درنښت
وروستي