د ترکیې هوايي ځواکونو په عراق او سوریه کې د کُردانو سنګرونه په نښه کړي

د ترکيې پوځ وايي، هوايي ځواک يې په عراق او سوریه کې هغه سیمې بمبار کړي چې کُرد وسله ‎وال ترې ترکيې ته د وسلو د انتقال لپاره استفاده کوي.
د ترکيې پوځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د عراق په سنجار سیمه کې يې د کُردانو د کارګر کوند او د سوريې په شمال ختیځ کې يې د «وای جي پي» په نامه د کُرد وسله ‎والو سنګرونه په نښه کړي دي.
ترکیه، متحده ایالات او اروپايي ټولنه د کُردانو کارګر ګوند (PKK) یوه تروریستي ډله ګڼي.
د کُردانو د کارګوند وسله ‎والو د عراق په سنجار سیمه کې وروسته تر هغې خپل حضور او فعالیت پراخ کړ چې دغلته يې د داعش له‎ خوا د یزیدي اقلیت پر وړاندې د زور زیاتي د مخنیوي لپاره ځانونه ورسول.
داعش د ۲۰۱۴ میلادي کال په اوړي په سنجار کې د مېشتو یزیدیانو پرضد له تاوتریخوالي او زرو زیاتي کار واخیست.
د ترکيې د پوځ یوه لوړ رتبه قوماندان جنرال سیمي بوسالي ویلي پر سنجار د دوی په هوايي برید کې د کُردانو د پیشمګره ملېشه ځواک پینځه وسله‎ وال وژل شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې ترکیه د عراق په سنجار سیمه کې پر کُرد وسله ‎والو برید کوي.
د ترکيې پوځ په تازه بمبارۍ کې د کُرد وسله ‎والو یوه بله ډله چې وای جي پي هم په نښه کړې ده.
متحده ایالات له وای جي پي یا د کُردانو د ډیموکراټیک ځواکه ملاتړ کوي او دا ډله د سوريې په شمال کې د داعش پر ضد جګړه کې مخکښ مځکنی ځواک ګڼل کېږي.
د سوريې د بشري حقونو ډله چې له لندن څخه فعالیت کوي وايي چې د ترکيې د هوايي برید په نتیجه کې د وای جي پي وسله‎ والو درې غړي وژل شوي دي.
د کُرد وسله ‎والو وای جي پي ډلې په یوه بیان کې ویلي ترکي الوتکو د دوی یوه رادیو او مخابراتي او پوځي تأسیسات په نښه کړي دي.