
په قبایلي سیمه کورمه اېجنسۍ کې چارواکي وايي چې د مسافرو پر یوه موټر د سړک غاړې بم چاودنې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د یادې اېجنسۍ ځايي حکومتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې دا پېښه پرون د کورمې اېجنسۍ په (ګودر) نومې سیمه کې رامنځته شوې چې لږ تر لږه ۱۰ کسان په کې وژل شوي او ۸ نور په کې ټپیان دي.
چاراوکي وايي چې د پېښې ټپیان یې د درملنې لپاره د کورمې اېجنسۍ دولتي روغتون ته لېږدولي دي.
له بلې خوا بیا د کورمې اېجنسۍ په مرکز پاړاچنار کې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، د پېښې ټپیان د یادې اېجنسۍ صدې روغتون ته وړل شوي چې د ځینو روغتیايي حالت ښه نه دی.
په عین حال کې بیا د کورمې اېجنسۍ یوه روغتیايي چارواکي مجاهد خان له فرانسپرس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د دغې بمي چاودنې په وژل شویو کسانو کې ۲ ماشومان او ۲ ښځې هم شاملې دي.
کورمه اېجنسۍ ډیورنډ کرښې ته څېرمه قبایلي اېجنسۍ ده چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي.
له تېرې اوږدې مودې راهیسې په دې سیمه کې پر شیعه ګانو او ملکي کسانو د بمي چاودنو او ځانمرګي بریدونو لړۍ روانه ده چې تر دې دمه په کې سلګونه کسان وژل شوي دي.
د روان کال په جنورۍ کې د همدې اېجنسۍ د مرکز پاړاچنار په سبزي منډيي کې بمي چاودنې لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل او بیا وروسته د تېرې مارچ میاشتې په ۳۰مه نېټه د کورمې اېجنسۍ په مرکزي بازار کې هم چاودنه وشوه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۲۸ کسان ووژل شول.
که څه هم په کورمه اېجنسۍ کې د مسافرو پر موټر د پرونۍ بمي چاودنې مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو په دې سیمه کې د تېرو دوو خونړیو بریدونو مسؤلیت د تحریک طالبان پاکستان جماعتالاحرار ډلې منلی و.