
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي دي چې شمالي کوریا کولی شي د هایدروجني وسلو په کارولو سره نړۍ له مینځه یوسي.
نوموړي زیاته کړې چې درې یا څلور هایدروجني بمونه کولی شي نړۍ ته د پای ټکی کیږدي.
الخاندرو ستاو دي بینوس چې هسپانوي الاصله دی خو د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه فعالیت کوي د یوه ارجنټایني ویب سایټ د پوښتنې په ځواب کې چې امریکا له شمالي کوریا زیات توغندي لري ویلي دي چې خبره په څومره والي کې نه ده بلکه د تخریب په قوت کې ده، او که چېرې د شمالي کوریا ملت ته کوم زیان وارد شي نو د شمالي کوریا دولت به یې په هستوي هایدروجني وسلو ځواب ورکړي. او دا هیواد هستوي جګړې ته کاملا اماده دی.
شمالي کوریا په ۲۰۱۶ کال کې یو هایدروجني بم وازمایه چې وروسته له هغې چینایي مقاماتو په دغه هیواد کې د نوموړي ازموینې له امله د زلزلې خبر هم ورکړ.
خو امریکا او متحدینو یې په یاده ازموینه کې شک وښود.