
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له طالبانو سره د وسلو مرسته په کلکه رد کړې ده.
پرون جان نیکلسون په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان په کابل کې خبریالانو ته د امریکا دفاع وزیر سره د لیدنې پر مهال وویل چې له طالبانو سره د روسیې تسلیحاتي مرستو په اړه راپورونه نه ردوي.
وروسته له هغې د روسیې بهرنیو چارو وزیر غبرګون وښود او د یوې خبري غونډې په ترڅ کې یې یاده ادعا رد کړه.
ښاغلي لاوروف وویل چې د یادې ادعا په اړه هیڅ ثبوت نشته او دا خبرې بې بنسټه کیږي.
نوموړي یاد تور غیرحرفه یي وباله او ویې ویل چې دا منفي تبلیغات دي چې په روسیه پسې کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې زیاتره پر روسیه له طالبانو سره د مرستو تورونه پورې کیږي.