كابل كې د کرکټ (ميليون ‌ليګ)سيالۍ پيل شوې

دغه سيالۍ د پنځو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او د کرکټ د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي هم په‌ کې برخه لري.
په كابل — الکوزي نړيوال لوبغالي كې نن سهار د کرکټ د ميليون ‌ليګ څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې. د کرکټ د ميليون ‌ليګ سيالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ ميلادي کال کې په کابل کې پيل شوې، چې له دوه کلن ځنډ وروسته ‌يې دا دى څلورم پړاو پيل شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئيس شکرالله عاطف مشعل تېر مازيګر د دغو سياليو پرانيست غونډې ته په خپله وينا کې وويل، پر ميليون جام لګېدلی بنديز يې ځکه لرې کړ، چې د خصوصي سکټور په کچه د کرکټ وده يې له کاري لومړيتوبونو څخه ده.
نوموړي زياته کړه، د افغانستان کرکټ بورډ اداره د کرکټ مسلکي ودې ته ژمنه ده او په دغه بهير کې د ادارې د فعاليتونو ترڅنګ د خصوصي سکټور ونډه هم حياتي او خورا اړينه ده.
دا سيالۍ به يوه اونۍ دوام وکړي.