په پاکستان کې په یوه موټر کې د چاودنې له کبله د شپږو ماشومانو په شمول ګڼ شمیر نور خلک هم وژل شوي دي

نن د پاکستان په شمال ختیځ کې په کرمه اجینسۍ کې په یوه موټر کې د چاودنې له کبله د شپږو ماشومانو په شمول لس تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور کسان ټپیان شوي دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې ویل کېږي، چې نن په یوه موټر کې چې د ګواډر د سیمې نه د کرمې اجینسۍ مرکز پاړه چنار ښار په لور روان وو، په یو مین، چې د ناپېژندل شوو خلکو لخوا د لارې په منځ کې ښځ شوی وو، وچاودید. ویل کېږي؛ چې دتروریستانو موخه په موتړ کې د خلکو د شمیرنې، د احصایې د ادارې ناست مسولین وو.
د پېښې سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا کلابنده شوې او په نژدې سیمو کې پلټنې پیل شوې دي.