دکرکټ دلوبی اتلانوته

دویاړونو زمرې
ودی لیدل چی ددی خړی خاوری
اود نګو غرونو بچو
په خپلو مټو کی
زمریو غوندی زور لری ،
دا لیونی اتلان
چی دا اوږدی څڼی
په کوچو باندی
ولړی زمری غوندی شی
بیا نو په موټې کی
له کاڼو نه
ورغوې کی
رانجه جوړوی ،
او کاغذی اتلان
ورته په مخ کی
له ټوخی نه سر پښو
سره ږدې ،
دغو د کلواو باڼدو زلمو
په نره د ډګر په مخه
نړۍ ته وښودل
سیالی کی
چی د مونږ وګړې
د اوتو بوتو
خلګ نه دی
چی له نورونه په لاره
یو څپک له موخی
لڼد پاتی شی ،
په دوی به ویاړې دوهیواد
دا زوریدلې خلګ
او دا سرکشه غرونه
چی دنښترو ونی
اوس دسپین غر له څوکو
لوړی شولی .!
حبيب زی
12.02.2010 فرانکفورت