سعودي عربستان پر شاهين قول اردو بريد ترهګري وبلله

 سعودي عربستان او د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان پر شاهين قول اردو ډله ييز بريد په کلکه غندلى دى.
په کابل کې د سعودي عربستان سفارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوى حکومت او  ولس پر شاهين قول اردو ترهګريز بريد په کلکه غندي.
سرچينې زياته کړې چې د سعودي حکومت د يادې پېښې د قربانيانو کورنيو او دافغانستان  حکومت سره په دې غم کې ځان شريک بولي او  د ټپيانو د ژر رغېدا لپاره دعا کوي.
په ياده خبرپاڼه کې د سعودي عربستان حکومت له افغان حکومت سره خپل پيوستون اعلان کړى او ويلي يې  دي چې دوى له افغانستان سره خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.
د يو بل خبر له مخې، د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان ( او اى سي) له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم ياد بريد غندل شوى دى.
د ياد سازمان سرمنشي ډاکټر يوسف العثيمين ويلي چې دا ډول بريدونه بايد د افغانستان حکومت لخوا د ترهګرو پر ضد پيل شوي عمليات اغېزمن نه کړي.
هغه د افغانستان د حکومت ستاينه کړې چې له دا ډول پېښو سره سره يې په ولس کې ملي يووالى ساتلى دى .
وسله والو طالبانو د غويي په لومړۍ د جمعې د لمانځه پر مهال په بلخ ولايت کې د شاهين قول اردو پر قوماندانۍ ډله ييز بريد وکړ چې د وروستيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د پوځ ١٣٥ منسوبین شهیدان او تر ٦٠ زيات ټپيان دي.