
د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې منځلاری کاندید ایمانویل ماکرون او ښي اړخه سیاستواله ماري لوپن بریالي شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د فرانسې د ولسمشرۍ د ټاکنو دوهم پړاو د راتلونکې مې میاشت په ۷مه نېټه وشي.
د نږدې ۹۹ په سلو کې شمېرل شوو رایو پایلې ښيي چې مکرون ۲۳ عشاریه دوه اتیا اوماري لوپن ۲۱،۵۷ په سلو کې رایې ګتلې دي.
لوپن د ټاکنو پایلې تاریخي وګڼلې او مکرون بیا خپل پلویان وستایل چې د نوموړي په وینا د فرانسې مسیر يې بدل کړی دی.
بلخوا د فرانسې اوسني ولسمشر فرانسوا اولانډو له خلکو غوښتي چې په دویم پړاو ټاکنو کې ماکرون ته رایه ورکړي.