د څلورو قول اردوګانو قوماندانان تبديل او ګومارل شوي

ولسمشر محمد اشرف غني، د ۲۰۳، ۲۰۵، ۲۰۷ او ۲۰۹ قول اردوګانو قوماندانانو د بدلون او ټاکلو وړانديز منظور کړ.
د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د هېواد د ملي دفاع وزارت د چارو د غوره کړنو، د قانون حاکميت او سولې ټينګښت او ظرفيت لوړولو په موخه د ياد وزارت د يو شمېر پوځي کدرونو د بدلون په موخه ولسمشر ته يو نوملړ وړاندې کړى دى.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې ولسمشر غني د هېواد د ملي دفاع وزارت لپاره وړانديز شوى نوملړ دا ډول منظور کړ.
د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان بريد جنرال امان الله، د ډګر جنرال په کادر د تورنجنرال مهمند کټوازي پرځاى د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان په توګه؛
د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان تورنجنرال مهمند کټوازى د ستر درستيز پرسونل او کادر په توګه د فعال احتياط بست ته بدل شوى؛
د ٢٠٣ قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال محمدناصر د ډګر جنرال په کادر د بريد جنرال امان الله پر ځاى، د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندانۍ بست ته بدل کړل شوى دى؛
د دويمې ضربتي لوا قوماندان بريد جنرال امام نظر، د ډګر جنرال په کادر د تورنجنرال داودشاه پر ځاى د ٢٠٥ قول اردو قوماندان په توګه ګومارل شوى دى؛
د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال داود شاه د ستر درستيز د پرسونل او کادر رياست کې د فعال احتياط پر څوکۍ ګومارل شوى دى؛
د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې لوا قوماندان بريد جنرال عبدالواسع، د ډګر جنرال په کادر د ٢٠٣ تندر قول اردو د قوماندان په توګه ګومارل شوى دى.