
جرمني رسنۍ وایي، د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړيو دوو مياشتو کې دغه هېواد د ۴۸ سلنه افغانانو د پناه غوښتنه منلې ده چې دا شمېر د ۲۰۱۵ میلادي کال په پرتله ۷۸ سلنه کموالی ښيي.
د جرمني یوې ورځپاڼې پساور نویا پرېس "Passauer Neue Presse" راپور ورکړی چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۱۷ میلادي کال له جنورۍ میاشتې څخه تر فبرورۍ پورې له څه باندې ۲۷ نيم زرو پناه غوښتونکو څخه ۱۴،۴۰۳ رد کړي دي چې دا د ۲۰۱۵ میلادي کال په پرتله د پناه غوښتنو په منلو کې ۷۸ سلنه کموالی ښيي.
د ورځپاڼې په وینا، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانانو منل شوې د پناه غوښتنې ۶۰ سلنې ته کمې شوې او سږ کال دا شمېر نور هم کم شو.
دا شمېر تر ۵۵ سلنه کم دی چې د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل يې په اړه ویلي وو او دا وروسته له هغه چې جرمني ته د دوو کلونو په اوږدو کې د میليونونو پناه غوښتونکو په سېل کې د زرګونه پخواني طالبانو د احتمالي ورتګ خبر خپور شو، نو د جرمني دولتي پلټونکي اړ شول چې په دې اړه تحقيقات پيل کړي.
د کيڼ اړخي ګوند یوې وکيلې اولاجلپېک د افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې د حکومت پر سخت دريځ انتقاد کړی دی، په ځانګړي توګه د دې په خبره چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه نه دی.
مېرمن جلپېک پساور نویا جرمن ورځپاڼې ته ويلي: "د پناه غوښتونکو د ردولو او د خبرداري پيغام د لېږلو حرکت د سياسي موقف نتيجه ده."
د مېرکل حکومت د ګڼ شمېر خلکو د پناه غوښتنې د منلو په خاطر تر انتقاد لاندې دی او دا وروسته له هغه چې په دغه هېواد کې تېر میلادي کال یو شمېر حملو له پناه غوښتونکو سره تړاو درلود او حکومت د رد شوو افغان پناه غوښتونکو په ډله يیزه توګه ايستل پيل کړل.
مېرکل چې د روان میلادي کال د سپټمبر د ۲۴مې په ټاکنو کې ګډون کوي او د څلورم ځل لپاره د جرمني د صدراعظمۍ لپاره کانديده ده، روانه مياشت د افغانانو د ردېدو او ايستل کېدو دفاع وکړه او ویې ویل چې د اروپايي اتحاديې يو شمېر هېوادونه هم ورته کار کوي چې په خبره یې، په جرمني کې د ۵۵ سلنه افغانانو د پناه غوښتنه منل شوې ده.