د امریکا دفاع وزیر د ټرمپ پالیسي افغان حکومت ته اعلانوي

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر چې کابل ته راغلی وايي، د ملي یووالي حکومت ښه رهبري لري او د ډونالډ ټرمپ د ادارې نوې ستراتیژي به افغان حکومت ته اعلان کړي.
جنرال جېمز مټیس پرون په یوه خبري ناسته کې وویل چې د متخصصینو یوه ډله ورسره راغلې څو د افغانستان موجوده وضعیت او ستونزې وڅېړي او د حل لپاره يې په شریکه کار وکړي.
ښاغلي مټیس زیاته کړه: "موږ افغانستان کې ستونزې ارزوو، په دې هېواد کې جګړه د یو ملت نه، بلکه د ملتونو ده او د ختمولو لپاره يې ګډ کار او هڅو ته اړتیا ده."
ښاغلي مټیس همدا راز وویل چې ۲۰۱۷ میلادي کال به افغان ځواکونو ته یو ستونزمن کال وي خو دوی به د دغه ځواکونو تر خوا ولاړ وي.
نوموړي له وسله ‎والو طالبانو غوښتنه وکړه چې په رښتیني ډول د سولې له پروسې سره یوځای شي.
مټیس روسیې ته په اشارې وویل چې دا هېواد په بېلابېلو مسایلو کې دخیل دی، خو دوی له روسیې سره خپلو ډیيلوماټیکو خبرو ته دوام ورکوي.
د ده په خبره که روسیې له وسله‎ والو طالبانو سره پوځي مرسته کړي وي نو دا د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.
له بلې ‎خوا افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځيانو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن هم د مسکو غونډې ته په اشارې وویل، هر هغه هېواد چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي امریکا يې هرکلی کوي.
ښاغلي نیکلسن پر داعش وروستي حمله دغه ډلې ته څرګند پیغام وګڼلو او ويې ویل چې دغه ډله د نړۍ لپاره ستر ګواښ او د دوی په وړاندې به خپلو حملو ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د امریکا د دفاع وزیر او افغان لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د خبرو اجنډا اوږد مهاله همکاري او له ترورېزم سره پر مبارزې راڅرخېده.