موګرېني: اروپا او روسیه ګډې ګټې لري

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګرېني چې روسیې ته تللې، وايي چې اروپايي ټولنه او روسیه ګډې ګټې لري.
هغې د روسیې له سفیر سرګي لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې دواړه لوري ګډې ګټې لري او بهتره ده چې د خبرو دا لړۍ جاري وساتل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې سره خپلې خبرې ګټورې وبللې او ویې ویل:«ګټورې خبرې مو وکړې، هېڅ لوري هڅه ونه کړه چې بل ته څه ور زده کړي، بلکې هڅه وشوه چې د یو بل خبرې واورېدل شي.»
په دې وروستیو کې د اروپايي ټولنې او مسکو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
د روسیي د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو، چې د اروپايي ټولنې او روسیې اړیکې له یوه سخت پړاوه تېرېږي او مسکو تمه لري چې د اروپايي ټولنې له یاد پلاوي سره د ستونزو د هواري په اړه عملي خبرې وکړي.