شمالي کوریا: امریکايي بېړۍ به د سترګو په رپ کې ډوبې کړو

شمالي کوریا په خپلو وروستیو پاروونکو څرګندونو کې ویلي، چمتو دي چې د امریکا "کارل وینسون" نومې الوتکوړونکې جنګې بېړۍ چې د کوریا ټاپو وزمې ته ننوتلې، ډوبه کړي‎.
د امریکا یاده بېړۍ، د یکشنبې په ورځ له جاپاني ځواکونو سره د ګډ سمندري مانور د تر سره کولو لپاره دغې سیمې ته تللې او پتېیل شوې چې ژر به له دغې سیمې وکټېږي.
د امریکا سمندري ځواکونه د ولسمشر ټرمپ په امر ختیځې اسیا ته ولېږدول شول، څو د امریکا هغو څرګندونو ته رنګ ور کړي چې ګواکې (شمالي کوریا ته یې ستراتیژیک زغم) نور پای ته رسېدلی دی.
د تېرې اونۍ تر پوځي پرېډ او د کیم جون اون د نیکه د ۱۵۰ کلیزې په ویاړ د توغندي تر ناکامې ازموینې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي.
د شمالي کوریا له خوا امریکايي جنګي ته بېړۍ ګوټڅنډنه داسې مهال ده چې د دغه هېواد پولیسو تېره ورځ د پیونګ یانګ په نړیوال هوايي ډګر کې یو امریکايی وګړی ونیوه.
دا دریېم امریکایی دی چې په شمالي کوریا کې نیول کېږي. تر دې وړاندې د جاسوسۍ او له هوټلونو د غلا په تور دوه نور امریکایان هم نیول شوي دي.
د جنوبي کوریا د "یون هاپ" خبري بنسټ له مخې، نیول شوی امریکایی شاوخوا ۵۰ کلن دی او د چین د "یان بیان"پوهنتون پخوانی استاد دی چې یوه میاشت وړاندې یې دغه هېواد ته سفر کړی و.