شپیګل: زرګونه پخواني طالب جنګیالي جرمني ته کډوال شوي

د جرمني شپیګل مجلې لیکلي چې په تېرو دوو کلونو کې د ملیونونو کډوالو تر مینځ پخواني طالب جنګیالي هم دغه هیواد ته کډوال شوي دي.
یاد راپور وايي چې د دغه هیواد کډوالو چارو وزارت امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړی دی چې په زرګونو افغان کډوالو د پناه غوښتنې په درخواست کې ځانونه پخواني طالب وسله وال معرفي کړي دي.
مجله کې لیکل شوي دي چې څه کم ۷۰ کسان د جرمني فدرال محکمې تر څېړنې لاندې دي چې ایا یاد کسان فعال طالب جګړه مار وو او که نه.
شپیګل مجلې په یاد راپور کې ویلي دي چې تر اوسه ۶ تنه د څیړنو لپاره نیول شوي هم دي.