
په افغانستان کې د امريکا پخوانى سفير زلمى خليلزاد وايي، د ولسمشر ټرمپ د ادارې نوې افغان تګلارې په تړاو سلا مشورې ښايي د راتلونکې مې مياشتې تر پنځلسمې نېټې پاى ومومي او تګلاره به په ډاګه شي.
ښاغلی خلیلزاد مني چې د افغان تګلارې جوړولو چاره لږه ځنډېدلې، خو وايي په اېټالیا کې د ناټو راتلونکې غونډې له جوړېدو وړاندې به بشپړه شي.
نوموړي ویلي، په دې اړه اوس خبرې روانې دي او ممکن دا بحثونه د مې مياشتې تر پنځلسمې نېټې يوې نتيجې ته ورسېږي، ځکه د هغه په وینا په مې کې په ايټاليا کې د ناټو يوه غونډه ده چې ولسمشر ټرمپ هم په کې ګډون کوي او له دغې ناستې وړاندې بايد د افغان ستراتیژۍ په اړه پرېکړه وکړي.
په افغانستان کې د امريکا دغه پخوانى سفير په دې اند دى چې ښه ده د امريکا حکومت په نوې افغان تګلاره جوړولو کې بېړه نه ده کړې.
زلمى خليلزاد په دې اند دى چې د نوې تگلارې د بري او اغېزمنتيا لپاره بايد هر اړخېزې ارزونې وشي ځکه په وينا يې د افغانستان شخړه ډېره پېچلې ده او بهرني، کورني، سيمه ييز اواقتصادي اړخونه لري.
ښاغلي خليلزاد چې دا څرگندونې له بي بي سي سره په يوه ځانگړې مرکه کې کولې، وويل د ټرمپ اداره د نوې تګلارې په چمتو کولو کې ورسره سلا مشورې کوي.
نوموړى وايي په نوې تګلاره کې به موخې پر خپل ځاى وي خو په ستراتېژۍ کې ښايي بدلون راشي.
دی وایي، د امریکا هدف دا دی چې افغانستان بیا د ترهګرو پټنځای نه شي او افغانستان په خپلو پښو ودرېږي او دې موخې ته د رسېدو لپاره به نوې لارې چارې غوره کېږي.
د امريکا نوې تگلاره او پاکستان
ښاغلي خليلزاد د امريکا او پاکستان اړيکو ته په اشاره وويل چې ښه لوري ته نه دي روانې او د ملګري او غلیم د راشې درشې بڼه یې خپله کړې.
هغه وویل"د امريکا او پاکستان اړيکې هومره نږدې نه دي لکه د ولسمشر بوش د واکمنۍ پر مهال چې وې. هغه مهال ملگرتيا او همکاري خورا ډېره وه، خو اوس اړيکې د دوستۍ او دښمنۍ دواړو دي. پاکستان ته زما مشوره داده چې که افغانستان کې مشروع گټې لري بايد ووايي چې ورباندې بحث وشي او د حل يوه لاره ووځي."
ښاغلي خليلزاد بيا ټينگار وکړ چې پاکستان ته په کار ده د افغانستان په اړه له امریکا سره خپل دریځ څرګند کړي.
ده زیاته کړې: "که پاکستان خپل دریځ بدل نه کړي د امریکا او پاکستان اړیکي به د دوستۍ پر ځای دښمنۍ ته واوړي. "
روسيه او طالبان
زلمى خلیلزاد وايي له طالبانو د روسیې ملاتړ امریکا ته د اندېښنې وړ دی، خو دی هیله من دی چې روسیه طالبان له افغان حکومت سره سولې ته وهڅوي.
هغه زیاته کړه طالب باید خپل دریځ مالوم کړي، غواړي یوه ترهګره ډله پاتې شي او خلک ووېروي او که غواړي په افغانستان کې سیاسي رول ولري؟ د زلمي خلیلزاد په وینا وخت د طالبانو پر ضد روان دی.