آبي او ټرمپ موافقه وکړه، چې د شمالي کوریا دمخنیوي په موخه کار وکړي

د جاپان لومړي وزیر سیندزو ابې او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ موافقه وکړه، چې د شمالي کوریا د مسالې په تړاو به یو بل سره نېژدې اړیکې وساتي. په دې هکله خبر د رویتر آژانس د جاپان د لومړي وزیر ددفتر لخوا دخپرې شوې خبرپاڼه له مخې ورکړی دی.
په هغه صورت کې، که امریکایان په شمالي کوریا برید وکړي، نو څه به پیښ شي.
د ابې په وینا؛ خواوې به په سیمه کې د کړکیچ دکچې دلوړوالي له کبله د شمالي کوریا نه د زغم غوښتنه وکړي.
ابې د ټرمپ سره د ټیلیفون په کرښه دخبرو اترو وروسته خبريالانو ته وويل؛ چې د شمالي کوریا په تړاو د ټولو وریانتونو په پام کې نېولو سره هغه د امریکا د ولسمشر دریځ په لوړه کچه ارزولی دی.
د اپریل د میاشتې په ۲۳ نېټه خبر ورکړ شوی وو؛ چې د جاپان سمندریزو دفاعي ځواکونو د «کارل وینستڼ»الوتکه وړونکې بېړۍ په شمول دامریکا د سمندریزو بریدګرو ځواکونو سره په ګډه پوځي ښوونې پیل کړې دي.