ایران: ټرمپ پلمې لټوي چې له ایران سره اټومي هوکړه لیک پای ته ورسوي

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د اټومي هوکړه لیک د پای ته رسولو لپاره پلمې لټوي، خو د دغه وزارت په باور داسې کار به ونه شي.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي، هېواد به یې دا موضوع د سې شنبې په ورځ د ویانا په غونډه کې مطرح کړي.
ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د ایران د اټومي پروګرام د موافقې پر اجرا خبرې وشي.
د تهران او د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د پنځو دايمي غړو جمع جرمني ترمنځ دغه موافقه د ۲۰۱۵ په جولای کې لاسلیک شوې ده.
د تهران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د شوې اټومي موافقې پر اساس له ايرانه ځيني نړيوال بنديزونه لرې شول، په بدل کې يې تهران خپل اټومي پروګرام محدود کړ.
خو دغه موافقه ايران ته يوازې د ملکي اهدافو لپاره له اټومي پروګرامه د کار اخیستو اجازه ورکوي. د اټومي وسلو جوړول په کې منع دي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې له ايران سره شوې موافقه ناوړه وبلله. هغه وویل: ​"دا ناوړه موافقه وه، چې بايد نه واى لاسليک شوې. په هغه شکل چې مذاکرات پرې وشول، بايد نه واى شوې. دا يوه بده موافقه وه، دومره بده چې تر اوسه مې نه وه ليدلې، دوى د موافقې له محتوا سره سم عمل نه کوي."
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټېلرسن هم پر دې موافقې انتقاد وکړ. دغې موافقې ته په رسمي توګه د عمل ګډ هراړخيز پلان ويل کېږي.
ټېلرسن ويلي، دغه موافقه نه ده توانېدلې خپل هدف ته چې ايران د اټومي وسلو له جوړولو راګرځول وو- ورسېږي.