ملک سلمان خپل زوی په امریکا کې د سعودي سفیر ټاکلی

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان خپل زوی شهزاده خالد په امریکا کې د عربستان سفیر ټاکلی دی.
شهزاده خالد د جنګي الوتکي پیلوټ دی او په امریکا کې یې لوړې زده کړې کړې دي. هغه په سوریه کې داعش ډلې پر مرکزونو په بریدونو کې هم برخه اخیستې ده.
خالد د شهزاده عبدالله بن فیصل بن ترکي ځایناستی ټاکل شوی چې نژدې یو کال په امریکا کې د سعودي سفیر و.
امریکا او عربستان تل له یو بل سره ښې اړیکې لرلي، خو دا اړیکې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ پرمهال له ځینو ستونزو سره مخ شوې.
د سعودي عربستان مشران په دې باور و، چې ښاغلی اوباما د سوریې پر وړاندې ګام پورته کولو کې زړه نازړه و او همداراز په خپل بهرني سیاست کې په سیمه کې د سعودي سیال ایران ته یو څه میلان درلود.
د امریکا نوی حکومت په سیمه کې د اوباما حکومت په پرتله متفاوت سیاست لري، لکه پر هغه څه چې په سیمه کې د ایران "ویجاړوونکی رول" بولي ټینګار کړی.
ملک سلمان همداراز په یوه بل فرمان کې د دولتي کارکوونکو ځانګړي امتیازونه بېرته جاري کړي چې تېر کال په سپټمبر میاشت کې د اقتصادي سپما په چوکاټ کې بند شوي وو.
په عربستان کې اقتصادي سپما او له دې ډلې دولتي کارکوونکو ته د ځینو مرستو بندول تېر کال وروسته له هغه پیل شول چې د نفتو بیه راټیټه شوه.
د تېر ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې د نفتو هر بېرل بیه ۲۸ ډالرو ته راټیټه شوه؛ اوس دا بیه ۵۲ ډالرو ته رسېدلې ده.
د راپورونو له مخې، ملک سلمان د دولتي چارو وزیر له دندې ګوښه کړی او امر یې کړی چې پر هغه له دندې د ناوړه ګټه اخیستنې تور په تړاو څېړنه وشي.
د عربستان پاچا د یوه بل نوي فرمان له مخې، د ملي امنیت یو مرکز جوړېږي چې د عربستان دولتي دربار تر نظر لاندې به فعالیت وکړي.
ملک سلمان همدراز په یوه بل فرمان کې امر کړی چې هغو پوځیانو ته دوه میاشتې اضافي حقوق ورکړي چې یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.