امریکا او جاپان په ارام سمندرګي کې پوځي تمرینات پیل کړل

د امریکا او جاپان بېړیو په داسې حال کې د ارام سمندر په لوېدیځ کې ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل چې امریکایي سمندري جزوتام له شمالي‎ کوریا سره د کړکېچ د زیاتوالي په ترڅ کې د کوریا ټاپو وزمې ته ورنږدې شو.
دوه جاپانۍ بېړۍ پرون د امریکا له ضربه ‎یي ځواک ‎وړونکې کارل وینسن بېړۍ سره یوځای شوې.
جاپاني چارواکو ویلي چې د دوی ځواک به امریکایي بېړیو سره مختلف تکتیکونه تمرین کړي.
دا په داسې حال کې ده چې شمالي ‎کوریا د راتلونکې سې ‎شنبې په ورځ د کوریا د خلکو د پوځ د تاسیس ۸۵‎مه کلیزه نمانځي چې د یو شمېر کارپوهانو په باور، ښیي پېونګ‎ یانګ یوبل پاروونکی اقدام وکړي.
شمالي‎کوریا په وروستیو کې څو د لرې واټن ویشتونکو توغندیو ازموینې ترسره کړې.