د امریکا دفاع وزیر د قطر له امیر سره وکتل

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې د قطر له امیر تیم بن حمد آل ثاني سره په البحر ماڼۍ کې وکتل.
د قطري رسنیو د خبر له مخې دواړو لورو په سیاسي، ستراتیژیکو او پوځي برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې پر سیمه ییزو تحولاتو او په ځانګړې توګه د سوریې، فلسطین، یمن او لیبیا پر حالاتو هم خبرې شوې دي.
ویل کېږي چې مټېس او آل ثاني د ترورېزم او سختدریځۍ په اړه هم خبرې کړې دي.
مټېس منځني ختیځ ته د سفر په لړ کې د جمعې په ورځ اسرایلو ته هم تللی و. ټاکل شوې چې مټېس به نن (یکشنبه) جیبوتي ته هم لاړ شي.