شمالي کوریا چین ته هم خبرداری ورکړی

شمالي کوریا چین ته خبرداری ورکړی چې که د دغه هېواد پر ضد یو اړخیزو اقتصادي بندیزونو ته دوام ورکړي، نو د دواړو هېوادونو اړیکې به سختې ترینګلې شي.
دا د چین په اړه د شمالي کوریا یو کمساری دریځ ګڼل کېږي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس د حکومت د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې ویلي، که چین په اقتصادي بندیزونو لاس پورې کړي او یا له امریکا سره په ګډه د شمالي کوریا پر وړاندې ګام پورته کړي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به د ناورین تر حده ورسېږي.
ویل کېږي چې چین او امریکا په دې وروستیو کې د شمالي کوریا پر سر پټه هوکړه کړې ده.
د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار مک ماسټر تېره اونۍ رسنیو ته ویلي وو، چې چین د شمالي کوریا پر وړاندې د امریکا له دریځ سره همغږې ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ مخکې د چین ولسمشر هم امریکا ته په یوه سفر تللی و. د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې چین به د شمالي کوریا د ګواښونو د کمولو په برخه کې له امریکا سره همکاري وکړي.