امریکايي ځواکونو په سوریه کې د داعش یو لوړپوړی قوماندان وژلی

امریکایي ځواکونو په سوریه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې یو لوړ پوړی مشر وژلی دی. د امریکایي چارواکو په وینا، دغه اورپکي د ترکیې په استانبول کې پر یوه نایټ کلب په برید کې هم کلیدي رول درلود.
عبدالرحمن ازبکي چې ویل کېږي د ازبکستان تبعه دی د سوریې په ختیځ د میادین ښار کې وژل شوی. امریکایي ځواکونو ویلي، نوموړی د اسلامي دولت مشر ابوبکر البغدادي ته نژدی سړی و.
د امریکا مرکزي قومندانۍ ویاند جان توماس په واشنګټن کې وویل، "دا ځمکني عملیات وو. فکر کوم ټول غواړو چې په دې تړاو څه ووایو."
د امریکایي چارواکو په وینا، دغه اورپکي د ترکیې استانبول ښار کې د نڅا پر یوه کلب برید کې چې د نوي کال په شپه ترسره شو او ۳۹ کسان یې ووژل، کلیدي رول درلود.
د ترکیې پولیسو تر پراخو څېړنو او تعقیب وروسته د برید اصلي شکمن عبدالقادر مشاریپوف د جنورۍ په ۱۷مه ونیوه.
امریکا ځواکونه تر ډېره په سوریه کې نااعلان شوي ډرون بریدونه کوي چې ددوی په وینا "مهم اورپکي" ووژني او اکثره یې په موټرو کې په نښه کوي چې ورسره د ملکي وګړو احتمالي مرګ ژوبلې امکان کم کړي.
خو د داعش د دغه قومندان د وژلو ځمکني عملیات غیر معمول و. په ۲۰۱۵ کال کې هم امریکايي ځانګړو ځواکونو د داعش ډلې مالي مسوول ابو سیاف همدغې سیمې ته څېرمه په عملیاتو کې وژلی و او د هغه مېرمنه یې نیولې وه.
د امریکا شاوخوا ۵۰۰ سرتېري په سوریه کې دي او تر ډېره کردي ځواکونو او عرب جنګیالیو ته چې د داعش پروړاندې جګړه کوي مرسته او مشورې ورکوي.