د هند لومړي وزیر پر افغان ځواکونو برید غندلی دی

د هند لومړي وزیر نریندرا مود په مزار شریف کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید غندلی دی.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه یاد برید بزدلانه بللی دی او به سختو ټکو یې غندنه کړې ده.
مودي ویلي د شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
پرون د جمعې لمانځه پر مهال یو شمېر وسله والو په مزار شریف کې پر افغان ځواکونو وسله وال برید وکړ چې سرتیري یې شهیدان کړل.