سپینه ماڼۍ وايي د افغانستان لپاره به نوی سیاست په لاره واچوي

د امریکې متحده ایالتونو ولسمشرۍ ماڼۍ ارشد سلاکار کورتیس وايي چې د افغانستان په اړه د ټرمپ ادارې پر نوی سیاست کار روان کړی دی.
د دې سیاست له مخې به له افغان ځواکونو سره د هغو سیمو په بېرته نیولو کې مرسته وشي چې د طالبانو په لاس کې دي او همدارنګه به افغانستان ته د اضافي سرتیرو د لیږلو په اړه دریځ روښانه شي.
نوموړي څرګنده کړې چې د امریکا دولت له خوا به پر پاکستان زیات فشار وارد شي تر څو د ترهګرو ډلو له ملاتړ لاس واخلي، ځکه که چېرې په دغه هیواد کې د ترهګرو لپاره امن پټنځایونه وي به افغانستان کې امن نه شي راتلای.
یاد سلاکار ویلي دي چې ټرمپ په دې هم کار کوي چې پر پاکستان باور نه دی په کار او په یاد هیواد باید تکیه ونه شي.