نبیل: پاکستان د نړۍ لوی اټومي وسلو انبار لري

د افغانستان ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په یوه افشا کوونکي لیک کې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته یې لیږلی دی لیکلي سره له دې چې پاکستان د نړۍ له ۹ اټومي قدرتونو څخه دی د هستوي وسلو ۵مه لویه ډیپو لري.
نوموړي ویلي دي چې له دې سره پاکستان د نړۍ د ترهګریزو فعالیتونو لومړۍ درجه تر سره کوونکی هیواد هم دی نو له دې امله شک نشته چې د دې هیواد اټومي وسلې له دې تهدید سره مخ دي چې د افراطي ډلو لاسته ورشي.
نبیل څرګنده کړې چې که نړیواله ټولنه دې کار ته توجه ونه کړي نو لومړی به سیمه له لوی ګواښ سره مخ وي او له هغې وروسته هیڅ ځای هم ترې خوندي نشي پاتې کیدای.
د ملي امنیت دې پخواني چارواکي دا هم افشا کړې ده چې د پيښور پر نظامي ښوونځي له برید وروسته د پاکستان د اټومي انرژۍ رییس یو ډېر محرم او فوري لیک د پاکستان د ستراتیژیکو برنامو سازمان ته لیږلی چې د هستوي وسلو ساتنه پرغاړه لري چې په یاد لیک کې یې اټومي وسلو ته د ترهګرو د لاسرسي له امکان څخه اندیښنه ښودلې وه چې دا په خپله د دې ښکارندويي کوي چې پاکستان هم د یادو وسلو امنیت ته شته ګواښ په شدت احساس کړی دی.
نبیل ویلي دي چې د پاکستان لوی هستوي تاسیسات د دغه هیواد په پنجاب ایالت کې دي چې په سلګونه افراطي ډلې هم همالته فعالیت لري.