په خپل لاس پاچا، په خپل لاس تباه

که فکر وکړئ، چې ژوند له تاسو سره په جنګ دی له شک پرته، چې همداسې به در سره کېږي؛ خو په یاد ولرئ چې د ژوند کولو لپاره بله لار هم شتون لري: «په دې خبره ایمان ولرئ؛ خدای پاک، چې هر څه پیداکړي ستاسو د خوښیو او ور څخه د ګټې اخیستنې لپاره دي، مینه، محبت، اخلاص او هرڅه، چې له نورو غواړئ لومړی یې په خپل ځان کې پیدا کړئ او د خپل ځان په اړه فکر وکړئ، ټول ښه څیزونه اول په ځان کې ولټوئ. که تاسو خپل ځان ومنلو، نو له شک پرته، چې نور خلک به مو هرو مرو مني، که له ځان سره مینه وکړئ، نور هم دې ته چمتو کېږي، چې له تاسو سره مینه وکړي.
تاسو د خپلې نړۍ پیداکوونکي یاست. په ژوند کې مو، چې څه راځي، څه لاس ته راوړئ، څه له لاسه ورکوئ، پرمختګ کوئ یا هم ماتې خورئ دا ټول هغه څه دي، چې مخکې له مخکې تاسو پخپله د ځان لپاره ټاکلي دي. داسې وخت به راشي، چې ژوند به مو په خپل لاس کې وي، خوښه او فکر به ستاسو وي، چې د خوښۍ او که د بدبختۍ او بدمرغۍ لوري ته یې بیایئ د هر څه مسؤل به تاسو خپله وئ. اصلي خبره دا ده، چې ژوند له موږ سره په جنګ نه دی څه مو، چې په ژوند کې راځي دا خپله زموږ فکر دی او بس. راځئ خپل ذهن او فکر د ځان په اړه مثبت کړو، د ځان او نورو په اړه مو خپل فکر ته بدلون ورکړو، هغه وخت به بیا د ټولو خوښیو دروازه زموږ پر مخ خلاصه وي. او یوازې موږ به بریالي یو.