اسراییلي الوتکو پر سوریه بمونه ورولي

سوري سرچینو خبر ورکړی دی چې له اسراییلو سره د دې هیواد پر سرحدي سیمو د اسراییلو پوځي الوتکو بریدونه کړي دي.
یاد بریدونه هغه وخت تر سره شول چې د بشار اسد پلوو ځواکونو د اسراییلو سرحد سره نیږدې قنیطره ښارګوټي کې له مخالفینو سره جګړه کوله چې پر مورچلو یې اسراییلي الوتکو دوه توغندیز بریدونه کړي دي.
د یادو بریدونو له امله د ځاني زیان کوم خبر نه دی خپور شوی خو ویل کیږي چې مالي زیانونه یې اړولي دي.
اسراییلو ویلي چې د سوریې له خوا یې پوله تر برید لاندې راغلې وه چې دوی یې ځواب ورکړ.
څه موده پخوا هم اسراییلي الوتکو پر سوریه برید وکړ چې یوه یې د بشار اسد پلوي سوري پوځ وویشتله او بله یې په تیښته بریالۍ شوه.