روسیې د شمالي کوریا سره پر پوله ۱۵۰ زره سرتیري ځای پر ځای کړي

د روسیې ولسمشر د شمالي کوریا پولو ته لسګونه زره سرتیږي استولي دي.
پوتین دا ګام وروسته له هغه پورته کړی دی چې ممکنه ده د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ جګړه ونښلي.
له دې پخوا خبر ورکړل شوی و چې چین هم د شمالي کوریا پولو ته یو سلو پنځوس زره پوځیان لیږلي دي خو چین له دې خبرې انکار کړی دی.
روسي پوځیان په دې موخه د شمالي کوریا پر پوله ځای پرځای شوي دی چې د جګړې پرمهال له دغه هیواده د کوریايي کډوالو ممکنه بهیر مخه ونیسي.