پاریس کې له پولیسو سره وسله واله نښته شوې

د فرانسې پلازمېینه پاریس کې دوو تنو پر پولیسو وسله وال برید کړی دی چې یو پولیس پکې وژل شوی دی او بل ټپي دی.
داعش وسله والې ډلې د یاد برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
په نښته کې یو برید کوونکی وژل شوی دی او بل په تیښته بریالی شوی دی.
د فرانسې پولیس په دې اړه نورې پلټنې کوي او د دغه هیواد کورنیو چارو وزارت وايي چې د ټپي پولیس روغتیایي حالت د اندیښنې وړ نه دی.