تروږمۍ چې ډېره شي سهار نږدې کیږي

په ټینګ هوډ مې باوري یم، خو لومړی وار دی چې د ټینګ هوډ مراندې مې د ناهیلۍ او کمزورتیا سړو سيلیو ولړزولې، نه پوهېږم چې ولې مې داسې احساس وکړ، خو دومره پوهېږم چې ښایي، د ستونزود زیاتوالي پېټی به راته نن دروند تمام شوی وي .
   په دې کې شک نشته چې هره مبارزه له ځانه سره ستونزې لري، کله چې د موخو په لور ګام پورته کوې او د ژوند تېرولو لپاره دې هدف ټاکلی وي، غواړې چې موخې تر لاسه کړې، ځان ورته ورسوې، هرو مرو له کړاونو او ستونزو سره مخ کېږي، دمبارزې په هر پړاو کې له ستونزو نه وېره د ناکامي لومړنی اصل دی، خو کله داسې وي چې د ستونزو پېټی بلا دروند شي او د ځای ته رسولو لپاره یې لا نور هم د هوډ ټینګ والي ته اړ تیا پیدا شي .
   له همدې ځایه نو وګړو ته دوه دروازې پر مخ پرانستل شي، بریا او ناکامي، د دواړو لپاره ټاکنه نو له تا پورې تړاو لري چې کوم یوه یې غوره کوې، که د هوډ مراندې دې د ستونزو پر وړاندې سوستې شوې نو پو شه چې د ناکامۍ پړاو ته دننه شوی یې او د ناکامۍ دروازه دې د ځان لپاره غوره کړې ده، که د هوډ مراندې دې پیاوړې کړې، ناهیلۍ ته دې لار ورنه کړه، ستونزو ته دې غېغ خلاصه کړه او مخامخ مبارزه دې ورسره وکړه، نو پو شه چې د بریا دروازه دې په مخ پرانستې ده او ته کولی شې چې ستونزو ته د حل لار و مومې .
  له ځان سره مې فکر وکړ او دې پایلې ته ورسېدم چې ته غښتلی یې، له تاسره د ستونزو پر وړاندې د مبارزې ځواک شته، ماته ونه منې، کومه لار چې دې ټاکلې په هغې دې یون ته دوام ورکړه، هره ستونزه د حل لار لرې او غښټلي کسان ستونزو ته د حل لار موندلی شي .