
جيمز متيس د امریکا دفاع وزير، چې سعودي عربستان ته په سفر تللی، پر دې ټينګار وکړ چې ايران په سیمه کې د ټولو کړکيچونو لامل دی.
متیس وويل: بايد په سیمه کې د ایران د هڅو مخنیوی وشي. نوموړي زياته کړه، چيرته چې کومه ستونزه په سیمه کې رامنځته شي، ایران هم همالته موندل کیدی شي.
دفاع وزير چې د سعودي د لوړپوړو چارواکو سره تر ليدو وروسته يې وینا کوله څرګنده کړه: «باید په نورو هېوادونو کې د ایران لخوا د خنډونو د رامنځته کولو مخنیوی وکړو. باید د داسې پوځي ډلو د رامنځته کیدو مخنيوی وشي لکه حزب الله. اوس مساله دا ده، چې موږ دغه موخې ته د رسيدو لپاره پر سم لوري روان یو.»
د امریکا د دفاع وزير سفر تير ورځ پيل او تر سعودي وروسته به مصر، قطر، اسرائيل او او جیبوټي ته وغځيږي.