القاعده او امريکا

درې لسيزې په افغان ولس خفګان
په حالات يې هم ژړيږي پاس آسمان
بې لـــــه خدايــــه وسيله نلـــــرو بلـــــه
هــــر بچی مــــــو ددې خاورې په لړزان
زما خــــاوره نړيوالــــو دمــــــه ځــــــــی دی
په جګړو کې يې ښکيل کړی بې پرسان
د دوستي په نامـــــه دلته دي راغلــــــي
خــــو مطلب يې افغانانـــــو ته عـــــــــيان
حق حقوق د بشريت په نوم شعــــــار دی
خو مطلب يې په خپل زړه کې دی پنهان
په نامه دمــــوکراسي ده بل څه نشته
د ملګـــــــرو ملتــــو خالــــــي داستان
هيـــــوادونه د دنيا يې محاصره کړل
پروت د دوی پکې هدف دی نمايان
القاعده او تروريست تر شعار لاندې
امريکې سره دا هيواد مو ګـــــروګان
القاعده او که نړۍ که امریکا ده
د افغان خاورې نيول دي ارمـــــان
چې يې تل ورته په بد نېت دي کتلي
په ګاونډ کې پاکستان او هم ايران
دا لړۍ به وي تر څو پورې روانـــــه
نه پوهيږي رؤفي دی اوس حــــيران
مطيع الله رؤفي