
د امريکا متحده ايالتونو د ملي امنيت شورا سلاکار هربرټ ريمونډ مکماسټر په نوي ډهلي کې د هند له لومړي وزير نريندرا مودي سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې دي. په هند کې د امريکا سفارت ويلي مکماسټر له نريندرا مودي سره په کتنه کې هندوستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امريکا مهم متحد بللی او له ترهګرو سره په مبارزه کې يې د دوړاړو هېوادونو پر ګډې مبارزه او همکارۍ ټينګار کړی دی. د هند د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپرو شويو تصويرونو کې ښکاري چې د مودي او مکماسټر سربېره د هند د ملي امنيت سلاکار اجيټ دوول هم په غونډه کې حضور درلود. سرچينو ويلي دواړو لورو په سوېلي اسيا او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د داعش ډلې د ماتولو پر لارو چارو مفصلې خبرې وکړې. دا د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا د نوي حکومت تر ټولو لوړپوړی رسمي پلاوی دی چې هند ته سفر کوي. مکماسټر هند ته تر تلو وړاندې د روانې اونۍ په پيل کې کابل ته راغی، وروسته پاکستان ته لاړ او هلته يې د دې هېواد له ملکي او نظامي چارواکو سره وکتل.