په هلمند کې د روان ناتار په اړوند
د وطن لــــه کلی –کــوره ، جګـــه بيا د وير ژړا ده
کاڼــــو- بوټو اور اخيستی ، د ظلمـــونو انتها ده
د شيطان دوزخــــي تنده، بيا په ســـــرو وينو مـــــاتيږي
د انسان مرګ یې ښادي ده ، د سړي غوښه یې غذا ده
ملا ، کمـــان د زاړه بُست شوه ،له غیرته ویلې کیږي
دمارجـــې - نادعلي ځمکــــه ، هر انسان ته کـــــربلا ده
د وحشت شین سترګی دیو دی، یاغي شوی شنه وادې کې
کاڼي چــــوي نن لـــــه هيبته، د مرګـــــونو بيا غــــــــوغــــــــا ده
د ساړه ژمي محشر کې ،ده دی بل محشر جوړ کړی
د بيوزلـــــو انسانانـــــو ، په شــــا کــډه دلتــــــه بيا ده
د هلمند په سين کې وينې، د اوبو پر ځای خوټيږي
د بغرا مــــرۍ غوڅيږي سره په وينـــــو، ترې دنيا ده
بیاد سپینې پختې رنګ ته وینی غواړي له انسانه
د رښام ښکلــــو رګـــــو کــــــــې ، لـــــه ناتاره واويلا ده
د ملالـــې سر سر تور دی، د ټپې زړه يې ټپــــي ده
د ميوند د ماتې غچ کې ، د افغان په کور بلوا ده
د سالنګ مرګـــــونه کم وه ،ستا د وينو اشتها تـــه
چې هلمند ته دې تړلې، د ورانۍ او وحشت ملا ده؟
څومــــره نور بيګناه خلک ،په يوه – بل نامـــــــه وژنې؟!
دا خو ستا مخلوقات نه دي،ددوی بل خالق ، مولا ده
ستا سي خيرنه مو توبه ده ،نور د مرګ شر رانـــه بچ کړۍ
ستا سې مرستې ځینې تیر یو ، چې مو رحم هم تعدا ده
چې يې خپل بچي پردي شول ،له پردو نه څه ګيله ده؟
د و طن او ورور نيستۍ ته خپل افغان لکـــه ملا ده
د افغان د وينو موج ته، هر چا سترګې دي ګنډلې
اوريدو تــــه د فغان يې بيا کڼـــــــه ټولـــــــه دنيا ده
«کمپنۍ »يې «يونيکال» کړه ،له کرزن نه يې جوړکرزی کړ
هـــــغـــــه لوبـــــه د انګــــــريز و ه ، دا يــــوه د امـــــــــريکا ده
د لندن په اشاره بيا ، په افغان ناتار جوړيږی
د وژلو کنفرانس دی پرې د لـــــر او بر سلا ده
چې څاروان د کاروان غل شو ،نو همدا د ژړا ځای دی
نن د سولـــــې لـــــويــــــه دښمنه ، د امنيت شو ر ا د ه
که اخوان که القاعده ده ، د انګریز د لاس نیالګي دي
چې په مونږ يې را تپي اوس ،دا د کـــــوم لوري خطا ده؟
د ډیر ظلم نتيجه ده ، چې نن هرافغان طالب شو
ګناهکار سلامت ګر ځي ، بیګناه وړ د سزا ده!!
نور دقهر غواړو خدایه یا مو ورک کړه یا یې ورک کړه!
دا دعا لــــــه عاجزۍ نه، کــــــه لــــــه درد ډکــــــــه ښيرا ده
اسدالله زمری
۲۰۱۰/۲/۱۱
وروستي