امریکا: د افغانستان او سوریې وروستي توغندويي بریدونه شمالي کوریا ته خبرداری و

د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس (Mike Pencee) وايي، په افغانستان او سوریه کې د امریکا وروستي بریدونه د شمالي کوریا لپاره ښکاره پیغام و.
پنس چې د دوشنبې په ورځ یې په سوېلي کوریا کې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، که شمالي کوریا د اټومي وسلو د ازمیښت لړۍ ونه دروي او ځان کنټرول نه کړي، امریکا یې پر وړاندې هر ډول اقدام ته چمتو ده.
د مایک پنس په وینا د امریکا له لوري په سوریه کې د بشار اسد د یوه هوايي ډګر په په نښه کول او په افغانستان کې د لوی بم کارونې موخه یوازې دا وه چې شمالي کوریا دا پيغام واخلي، چې امریکا جدي ده.
د ټرمپ د مرستیال دا خبرې له هغه څه سره ډېر توپير لري، چې پنټاګون او د امریکا نورو چارواکو ویلي، ځکه هغوی په افغانستان کې د لوی بم کارونه د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره ښودلی و.
په اچین کې د امریکا له لوري د بمونو مور د کارونې پر وړاندې په داخل او بهر کې غبرګونونه په زیاتېدو دي.
وړمه ورځ په امریکا کې یوه ډله خلکو د دې اقدام پر ضد د سپینې ماڼۍ مخې ته لاریون وکړ.
د افغانستان حکومت د دې بم کارول تایید او هرکلی یې کړی دی. خو پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا له لوري د دې بم کارول د افغانستان حاکمیت او خاورې ته سپکاوی بللی او د ملي یووالي حکومت یې په دې برخه کې پر ملي خیانت تورن کړی دی.
په همدې حال کې د شمالي کوریا ولسمشر ویلي، په نړۍ کې د امریکا د وروستیو تحرکاتو په غبرګون کې به هره اونۍ او هره میاشت نوي توغندي و ازمايي.
د شمالي کوریا رسنیو خبر ورکړی، امریکايي چارواکو وړمه ورځ ویلي وو، که شمالي کوریا بیا کوم توغندی و ازمويي نو په هوا کې به یې په نښه کړي؛ خو شمالي کوریا به د دې څرګندونو په غبرګون کې اوس هره اوونۍ یو توغندی ازمويي.
رسنیو همداراز ویلي، که امریکا د شمالي کوریا د توغنديو پر وړاندې کوم عملي ګام واخلي کوریا به د امریکا ډيرې اډې په نښه کړي.