
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اروپايي مشرانو برعکس د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ټولپوښتنه کې د بریا مبارکي ویلې ده. ځینو اروپايي مشرانو ویلي، اردوغان دې د اساسي قانون په بدلونونو ډیموکراسي نه کمزورې کوي.
د امریکا د ولسمشر دفتر ویلي، ښاغلي ټرمپ د ترکیې له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې په سوریه کې د پوځ پر اډې د امریکا د پوځ د وروستي توغندیز برید د ملاتړ مننه هم وکړه.
وړاندې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې په انقره کې یې د خپلو پلویانو په منځ کې خبرې کولې، له اروپايي چارواکو وغوښتل چې د ترکیې په تړاو خپل (حد) و پېژني.
نوموړي د اروپا د امنیت او همکارۍ بنسټ ته په اشارې چې د ترکیې د وروستۍ ټولپوښتنې په اړه په رپوټ چمتو کولو بوخت دی، وویل: "موږ نه غواړو د هغوی راپور ووینو او واورو، موږ به یې هیڅ کله ونه منو. "
ښاغلي اردوغان چې په انقره کې یې د خپلو پلویانو په منځ کې خبرې کولې، اروپايي څارونکو ته یې په کنایه وویل: " دې هېواد تر ټولو ډیموکراټه ټولپوښتنه لرله، پخپلو خبرو مو نه شرمېږئ؟. "
ښاغلي اردوغان تر دې تولپوښتنې وروسته په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړيتوب اندېښنو ته په ځواب وویل: " هغوی موږ ته ګوتڅنډنه کوي چې په اروپايي ټولنه کې به د ترکیې د غړیتوب خبرې اترې وځنډوي. موږ ته هسې هم دا مسئله چندان مهمه نه ده. پرېږدئ چې دا کار هم وکړي."
نوموړي زیاته کړه، کولای شو په دې اړه هم تولپوښتنه تر سره کړو او وګورو چې په رښتیا هم ترکان غواړي چې د اروپايي ټولنې غړي شو او که نه؟
اروپايي ټولنې همدارنګه له ترکیې غوښتي چې د اساسي قانون په بدلونونو کې دې د ترکیې ملي اجماع په پام کې ونیسي.
د جرمنې لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل بیا د اساسي قانون د بدلون د موافقو او مخالفو ترمنځ (له درنښته د ډکو) خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر سباستین کورز ویلي، اوس نو هغه وخت دی چې له اروپايي ټولنې سره د ترکیې پر یوځایوالي غټه تېږه کېږدو.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، که ښاغلی اردوغان وغواړي په ترکیه کې د اعدام حکم د عملي کولو لپاره بله ټولپوښتنه وکړي، نو دا کار یې د اروپايي ټولنې له ارزښتونو سره په ټکر دی.
خو د روسیې چارواکو بیا له ټولو اړخونو غوښتي چې د ترکیې د خلکو د رایو درناوی وکړي.