شمالي کوریا د توغندیزو ازمایښتونو د زیاتوالي خبر ورکړی

د شمالي کوریا یوه جګپوړي چارواکي ویلي، هېواد به یې د توغندیو ازمویل ډېر کړي.
دغه چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې له امریکا سره یې د هېواد ترینګلتیا ډېره شوې او پر دغه هېواد نړیوال بندیزونه هم دوام لري.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هان سونګ ریول پیونګیانګ کې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، هره اونۍ، هره میاشت او هرکال به د توغندیو ازموینه ولرو.
نوموړی زیاتوي، که امریکا پوځي غوراوي ته مخه کړي، سراسري جګړه به پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وړمه ورځ په سوېلي کوریا کې وویل چې د شمالي کوریا پروړاندې یې د "ستراتیژیک زغم" وخت پای ته رسېدلی.
د کوریا په ټاپووزمه کې د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د توندو رسنیزو ویناوو په درشل کې ترینګلتیا ډېره شوې ده.
د جنوبي کوریا سرپرست مشر هوانګ کیو د امریکا له مرستیال ولسمشر سره په خبرو کې ویلي، شمالي کوریا باید د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ زغم وانه ازمويي.
پنس ویلي، یوازې په تېرو دوو اونیو کې، د سوریې او افغانستان په تړاو نړۍ زموږ د نوي ولسمشر د ټینګ هوډ شاهده وه.
دی وايي شمالي کوریا باید په دې سیمه کې د امریکا د وسله والو ځواکونو د ټینګ هوډ په تړاو د ځان خیر ولټوي.
د جنوبي کوریا خبري رسنیو ویلي، امریکا او جنوبي کوریا په تېره دوشنبې ګڼ پوځي تمرینونه پیل کړل، چې هدف یې شمالي کوریا ته پوځي زور ورښودل و.
بلخوا د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جنرال هربرټ مک ماسټر ویلي، د چین په شمول د شمالي کوریا د ګواښونو پر وړاندې یو نړیوال توافق شته.