
د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس د خپل یوې اونۍ پلان شوي سفر په ترڅ کې لومړی سعودي عربستان ته رسیدلی دی.
د نوموړي د دې سفر موخه له سعودي چارواکو سره د اسلامي بنسټ پالنې سره د مبارزې په موخه خبرې اترې دي.
په پام کې ده چې نوموړی له مصر، اسراییلو او جنوبي افریقا څخه لیدنه وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت وايي چې ماتیس به په دې سفر کې له خپلو ستراتیژیکو ملګرو سره په مشترکو همکاریو او له تروریزم سره پر مبارزه خبرې اترې وکړي.