په امریکا کې د بمونو مور د کارونې په غبرګون کې لاریون شو

سلګونو امریکایانو په پلازمېنه واشنګټن کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري د ستر بم او همدارنګه د نورو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې په غبرګون کې لاریون وکړ.
لاریونوال د سپینې ماڼۍ مخې ته راغونډ شوي وو او د ټرمپ د ادارې د وروستیو کړنو په غبرګون یې خپله غوسه ښکاره کړه.
دوی له ځان سره شعارونه هم لېږدول او ځينو پکې د اعتراض او غوسې د ښکاره کولو په موخه د مړو پېښې هم کولې.
د راپورونو له مخې د یادو معترضینو په ډله کې یو شمېر امریکا مېشتي افغانان هم شامل وو چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې د اوږدېدو غندنه یې کوله.
امریکایي ځواکونو د تېرې پنجشنبې په ورځ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې خپل تر ټولو ستر غیر اټومي بم، چې د بمونو مور یې بولي، وکاراوه.
د امریکا له لوري د دغه بم کارونې په کور دننه او بهر د خلکو سخت غبرګونونه پارولي دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې پېښې غندنه کړې او دا برید یې د افغانستان د ملي حاکمیت سپکاوی بللی دی.