امریکا: پاکستان دې په نیابتي جګړه کې ځان نه ښکېلوي

د امريکا د ملي امنيت سلاکار پر پاکستان نيوکه وکړه چې د ښو او بدو طالبانو تر منځ يې توپير کاوه او په ډاګه يې کړه چې له توپير پرته د ټولو طالبانو پر ضد اقدامات په خپله د پاکستان په ګټه دي.
د امريکا د ملي امنيت سلاکار دغه څرګندونې له طلوع تلويزيون سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.
هغه زياته کړې چې د وسله والو طالبانو د ټولو ډلو پر ضد بايد اغېزناک او جدي اقدامات وشي.
مک ماسټر وايي، دا په خپله د پاکستان په ګټه ده چې د ټولو وسله والو او ترهګرو ډلو پر ضد بې توپيره ګام پورته کړي.
د نوموړي په وينا، پاکستان پخوا د ښو او بدو طالبانو توپير کاوه، د يو پر ضد يې اقدامات کول او د بل پر ضد يې نه کول، چې دا ښه کار نه و.
د امريکا د ملي امنيت سلاکار ويلي، پاکستان بايد د خپلو ملي ګټو لپاره په افغانستان او نورو سيمو کې په نيابتي جګړو کې د ښکېلتيا پر ځاى  د ستونزو د هواري لپاره ډيپلوماتيکې هلې ځلې وکړي.
مک ماسټر زياته کړې: ((موږ له ډېرې مودې راهيسې له پاکستانه همدا هيله لرو.))
د  ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې  د تر ټولو غټ بم غورځولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه ويلي چې نور د داعش پر ضد کرار نه کښېني.
نوموړي زياته کړې:((د امريکا تر څنګ پياوړي افغان ځواکونه د خپل هېواد د امنيت او ثبات لپاره په مېړانه جګړه کوي.))
د امريکا د ملي امنيت سلاکار وايي، داعش يوه داسې ظالمه ډله ده چې پر ښځو جنسي تېري کوي، پر روغتونونو بريدونه کوي او ناروغان وژني، داسې يوه ډله هېڅکله د برداشت وړ نه ده. د هغه په وينا، داعش د نړۍ لپاره يو ګواښ دی  او دې ډلې ته به ماتې ورکول کېږي.
د طالبانو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې مک ماسټر وويل چې د داعش تر څنګ طالبانو ته ماتې ورکول هم اړين دي.
د امريکا د ملي امنيت سلاکار وايي، اوس پرېکړه د طالبانو په لاس کې ده چې کومه لاره  خپلوي، که سوله نه خوښي، د جګړې په ميدان کې به يې ماتوي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر له کابل وروسته اسلام اباد ته تللی او پرون یې هلته د پاکستان د بهرنیو اړیکو له سلاکار سره خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د امریکا د ملي امنیت له سلاکار مک ماسټر سره په کتنه کې د افغانستان د سولې لپاره د خپل هیواد پر ژمنې ټینګار وکړ.