
د فلسطیني سیاستوال مروان برغوثي تر غذایي اعتصاب وروسته، د اسراییلو په زندانونو کې زرګونه فلسطیني بندیانو د خوړو اعتصاب کړی.
دا ډله ییز اعتصاب د فلسطیني زندانیانو پر وضعیت د اعتراض لپاره شوی دی.
فلسطینی سیاستوال او پوځي قومندان مروان برغوثي د فتح غورځنګ غړی دی چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د څلورو اسراییلي او یوه یوناني تبعه د وژلو په تور په اسراییلو کې زنداني دی او په عمري بند محکوم شوی دی.
ددې وېره ده چې دا اعتصابونه لویدیځه تراډه کې د ترېنګلتیا ډېرېدو لامل شي.
د اسراییلو د زندانونو مرکزي سازمان ویلي، د "فلسطیني زندانیانو ورځې" سره هم مهاله نږدې ۱۲۰۰ فلسطیني زندانیانو اعتصاب کړی.
فلسطیني سرچینې دا شمېره ۱۳۰۰ کسان یادوي او د فلسطین ځینو سازمانونو حتی دا شمېره تردې هم لوړه ښوولې ده.
د اسراییلو په زندانونو کې د فلسطیني زندانیانو موضوع په وروستیو دوو کلونو کې د دواړو لوریو ترمنځ د ترېنګلتیا یوه له اصلي خبرو وه. د فلسطینیانو له نظره دا کسان سیاسي زندانیان دي.
په اسراییلو کې له دغو کسانو یو شمېر پر اسراییلو اتباعو او ورته بریدونو تورن پېژندل شوي دي.
د فلسطیني زندانیانو د حقونو ځینې ملاتړې ډلې وایي، د تېر میلادي کال تر پایه د اسراییلو په زندانونو کې نژدې ۷۰۰۰ فلسطینیان بندیان و.